د وتلي سندرغاړي احمد ظاهر نهه دیرشم تلین په کابل کې ونمانځل شو
نن د احمد ظاهر یو شمیر مینه وال د هغه مزار ته تللي و او هغه ته یې دعاوې وکړې.
مینه وال یې وايي ۳۹ کاله مخکې احمد ظاهر مړ شوی خو تر ننه زموږ په زړونو کې ژوندی دی او تل به وي. هغوی دا هم وايي چې د احمد ظاهر هنر نه تکراریدونکي دی.
احمد ظاهر په دري، پښتو او اردو ژبو سندرې ویلي او هر کال یې مینه وال پدې ورځ یادونه کوي.
احمد ظاهر د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي پر ٢٤ مه د پروان ولایت په سالنګ سيمه کې په یوه ټرافیکي پیښه کې ووژل شو.
زیارمل هاشمي – امریکا غږ