وزیرستانی اتڼ مو زده دی؟<br /><br />پښتانه په هره سیمه کې د اتڼ خپل ځانګړی طرز لري، چې ځینې یې ډېر مشهور دي، لکه د خټکو اتڼ، د ناصرو اتڼ، د تره کو اتڼ، ملي اتڼ، چاپ اتڼ، برګه یا کمره امۍ او وزیرستانی اتڼ.<br />په دې ویډیو کې وینئ چې د جنګ ځپلي وزیرستان ځوانان په تېر کوچني اختر کې سندرې ته وزیرستانی اتڼ کوي.