Surprise Me!

د افغانستان د کرکټ روزونکی انډیمولز د امریکا غږ سره په مرکې کې وایی اوس مهال د ۱۹ کلنو لوبډله د ودې په حال کې ده. هغه وایي د دې لوبډلې غړي په سختو تمرینونو بوخت

2018-08-08 2 Dailymotion

د افغانستان د کرکټ روزونکی انډیمولز د امریکا غږ سره په مرکې کې وایی اوس مهال د ۱۹ کلنو لوبډله د ودې په حال کې ده. هغه وایي د دې لوبډلې غړي په سختو تمرینونو بوخت دي او د سپتمبر په اوله اونۍ کې به هند ته واستول شي تر څو هلته د هند ۱۹ کلنو لوبډلې سره سیالۍ وکړي. ښاغلی مولز وایي دا تمرینونه او په هند کې به د دوي سیالۍ دوی دې ته چمتو کړي تر څو په بندګله دېش کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ښه چمتوالی ولري.<br />همدا راز د ۱۹ کلنو د ټیم یو غړی ریاض حسن وایي چې دا تمریناتي کمپ ورته ډېر ګټور و. حسن وايي دوی د اسیا کپ کې باید سویپ شاټونو ته ډېره اړتیا لري او په دې کمپ کې یې په یادو شاټونو ښه کار کړی دی.<br />نور حال په ویدیو کې وګورئ.<br />زیارمل هاشمي- امریکا غږ

Buy Now on CodeCanyon